-
-
This article is more than 1 year old

د اسټراليا هيواد منلو دود په پښتو ژبه

اس بي اس د دې هیواد د عنعنوي مالکینو په توګه د ابوریجنال او توریس سټراټ ټاپو خلک مني او د ځمکې ، بحر ، اسمان او ټولنې سره د دوی دوامداره اړیکه مني.

خپور شوی 3/07/2023 په 8:01am
سرچینه: SBS
Image: - (Julia Esteve/Getty Images)
د هیواد اعتراف معمولا په یو لړ عامه او خصوصي غونډو کې د پیژندنې یا ښه راغلاست دمخه وړاندې کیږي ، لکه ویناوې او غونډې.

دا د هیواد د دودیزو مالکینو پیژندلو یوه لاره ده چیرې چې هغه غونډه ترسره کیږي.

د اس بي اس آډیو پروګرامونو پيل د اسټراليا اصلي خلکو ياد او هغوی ته درناوي سره پيل کيږي.

موږ د هیواد سره د ابوریجین او توریس سټریټ ټاپو خلکو اړیکې منو، او د پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته يې درناوی کوو.

دا د بومي اسټراليايانو منلو یوه لاره هم ده چې آسټرالیا یوه داسې خاوره ده چیرې چې حاکمیت هیڅکله نه دی سپارل شوی.

د Acknowledgement of Country لپاره کومه ځانګړې کلمه شتون نلري او هرڅوک کولی شي خپل تعبير سره سم يې يادونه وکړي.

هیواد ته ښه راغلاست يا Welcome to Country د دودیزو مالکینو ، یا د ابوریجینل او توریس سټریټ ټاپو خلکو لخوا ويل کيږي ځکه له مخه يې دودیز مالکین اجازه ورکوي چې له خاورې څخه يې ليدنه وشي او پر دې خاورې خلکو ته ښه راغلاست وايي.

دلته د هیواد د اعتراف یوه بیلګه ده؛ موږ غواړو د ځمکو، اسمانونو او اوبو د لارو دودیز مالکان ومنو او پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته يې درناوی وکړو. موږ د نړۍ ترټولو زاړه دوامدار کلتور ته درناوی کوو.

LISTEN TO
Acknowledgement of Country in Pashto image

Acknowledgement of Country in Pashto

00:28
تاسو کولی شئ د محلي شورا، دولت یا سیمې ویب پاڼو په کتلو، یا د ځایی ابورجینال او داخلي سازمانونو سره اړیکې له لارې خپل سيمې يا هغې ځمکې چې تاسې پرې ژوند کوئ د هغې سيمه ايز بومي خلک ومومئ.

شریکول