د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د آګسټ ۳۰مه) د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د بومي آسټرالیایانو د 'غږ' ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه.
ښاغلي البنیزي په اډېلېډ ښار کې اعلان وکړ چې ټولپوښتنه به د اکټوبر د میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
د آسترالیا د ټاکنو کمیسیون وايي، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ زره کارکوونکو ته په ټوله آسترالیا کې اړتیا لري.
ډیری کارکوونکي د یوې ورځې لپاره پر دنده ګمارل کېږي او ټریننګ هم ورکول کېږي، مګر یو شمېر کارکوونکي د څو اوونیو لپاره پکار دي.
د ټاکنو کمیسیون کمیشنر، ټام راجرز وايي په ریفرنډم کې کار کول به د هغو کسانو لپاره ارزښتناکه تجربه وي چې بیا غواړي کار وکړي او د ځینو لپاره به د اضافي پیسو ګټلو لاره وي.
هغه وايي: " دا د پیسو په بدل کې کار دی. اضافه پیسې ترڅو د بېلونو د ورکړې، د یو ښه پلان یا هم د کریسمس د تیارۍ لپاره ورڅخه کار واخیستل شي."
"دا به یو ځانګړی فرصت وي ترڅو د دې پیړۍ په لومړي فدرالي ریفرنډم کې کار وکړئ او ستاسو د کاري سوانحو په لېسټ کې به خورا نادره تجربه اضافه کړي."
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.