آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه

شاوخوا دوه لسیزې وروسته په آسټرالیا کې لومړنۍ ټولپوښتنه ترسره شوه، مګر ډیری آسټرالیایانو په ټولپوښتنه کې'نه' رایه ورکړه.

VOICE REFERENDUM COUNTING

Ballot papers are seen at a counting centre in Melbourne, Saturday, October 14, 2023. Australians will vote in a referendum on October 14 on whether to enshrine an Indigenous voice in the country's constitution. (AAP Image/Con Chronis) NO ARCHIVING Source: AAP / CON CHRONIS/AAPIMAGE

Key Points
  • د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.
  • یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.
  • لومړي وزیر انتوني البنیزي له استرالیایانو څخه وغوښتل چې یوځای شي.
تېره ورځ (شنبه) آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه.

د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې اکثریت آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.

یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.

مایوسه شوي لومړي وزیر، انتوني البنیزي ټینګار کړی چې دغه پایلې "موږ نه تعریفوي او دا به موږ ونه ویشي."

هغه وايي: "دا اوس موږ ټولو پورې اړه لري چې یو ځای شو او ورته پخلا شوي منزل ته بله لاره ولټوو."
PM Anthony Albanese .jpg
د آسټرالیا لومړی وزیر، انتوني البنیزي
په همدې حال کې د اپوزیسیون مشر، پیټر ډټن په هیواد غږ کړی چې متحد شي. هغه له ټولپوښتنې څخه د یوه داسې تمرین په توګه یادونه کړې چې آسټرالیا ورته "اړتیا نه درلوده".

هغه وايي :"پروپوزل او پروسه باید د آسټرالیا د متحد کولو لپاره ډیزاین شوې وي، نه زموږ د ویشلو لپاره. "
PETER DUTTON VOICE REFERENDUM ADDRESS
Opposition Leader Peter Dutton and Shadow Minister for Indigenous Australians Senator Jacinta Price address the media following the referendum. Source: AAP / JONO SEARLE/AAPIMAGE
په همدې حال کې د اپوزیسیون مشر، پیټر ډټن په هیواد غږ کړی چې متحد شي. هغه له ټولپوښتنې څخه د یوه داسې تمرین په توګه یادونه کړې چې آسټرالیا ورته "اړتیا نه درلوده".

هغه وايي :"پروپوزل او پروسه باید د آسټرالیا د متحد کولو لپاره ډیزاین شوې وي، نه زموږ د ویشلو لپاره. "
LISTEN TO
Pashto_Australia_explained_citizenship_12102023 image

آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه

07:02
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 15/10/2023 په 1:00pm
اپډیټ شوی 17/10/2023 په 11:48pm
سرچینه: SBS