Explainer

استرالیا ډیرو ماهر مهاجرینو ته اړتیا لري او حکومت د ویزې فرصتونه اسانه کړي

د اسټراليا ایالتونه او سیمې د ویزې شرایط آسانه کړي ترڅو له بهر څخه د ماهر کارګرانو راجلبولو کې مرسته وکړي. دلته د شته فرصتونو ځینې لارښونې شتون.

An artwork of a map of Australia with passport stamps on each state

Source: SBS

د آسټرالیا ایالتونه او سیمې د ویزې ځینې شرایط اسانه کړي ځکه چې دوی د غوره ماهر مهاجرینو راجلبولو لپاره له يو بل سره سیالي کوي.

په اسټراليا کې د ماهرو مهاجرینو کمښت شتون لري.
اسټراليا کې د دندو او مهارتو کمښت مسلې حل لپاره څو ورځنې کنفرانس راتلونکې پنجشنبه پيليږي، حکومت هڅه کوي نظرونو راټولولو يادې برخې ته رسيدنه وکړي.

د دولت لخوا د مهاجرو راوړلو سپانسرشپ څه شی دی؟
ډیری مهاجر په استرالیا کې په عمومي توګه د پاتې کیدو لپاره د ویزې لپاره د کارمندانو لخوا سپانسر کیږي.
مګر دولتي او د سیمې چارواکي هم کولی شي د دولت نومول شوي کاري برخو ته د مهاجرت برنامې لاندې ویزو لپاره ماهر کارګران وټاکي او دعوت کړي.
اسټراليا کې اوس د مهاجرو جذبولو لپاره شرايطو کې نرمښت راوستل کيږي ترڅو د خلکو لپاره غوښتنلیک ورکړه اسانه کړي.

هغه کارګران چې د ايالتي حکومتونو لخوا تمویل شوي او يا راوستل کيږي باید د یو ځانګړي کار ګمارونکي سره وصل شي، دا کارګران بايد د 45 کلونو څخه کم عمر ولري.
A composite image of Anthony Albanese and Mahmoud Abbas
Anthony Albanese spoke with Palestinian Authority leader Mahmoud Abbas on Thursday morning. Source: AAP / Dan Himbrechts
بریالي غوښتونکو ته دایمي ویزه ورکول کیږي چې دوی ته اجازه ورکوي چې په اسټراليا کې دايمي وخت لپاره د مهارت لرونکي نومول شوي فرعي کلاس 190 ویزې باندې ژوند وکړي.
يا بله لار هم شته چې همدا مهاجرت لرونکي کسان لومړی اسټراليا ته لنډمهالو ويزو باندې راوستل کيږي او بيا وروسته ورته ددي زمينه برابروي ترڅو د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کړي.

څو ځایونه شته؟

د کورنیو چارو وزارت سږکال شاوخوا 50,000 دولتي نومول شوې ویزې چمتو کړې چې ترټولو لوړه اندازه نیو ساوت ویلز تخصیص کړې.

شریکول
خپور شوی 1/09/2022 په 12:55pm
لخوا Charis Chang, SBS Pashto
سرچینه: SBS