د لومړي ځل لپاره د آسټرالیا په فدرال پارلمان کې نوروز ولمانځل شو

په آسټرالیا کې د مېشتو یو شمېر افغانانو په هڅو د دغه هېواد‌ په پارلمان کې نوروز ولمانځل شو.

WhatsApp Image 2024-03-21 at 10.04.31 PM.jpeg

د آسټرالیا د سنا مجلس غړې فاطمه پیمان، د افغان سولې بنسټ مشره طاهر نصرت، نادر صیقل، په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي او د فدرال پارلمان وکیل جولیان هېل Credit: Supplied

د افغان سولې بنسټ (Afghan Peace Foundation) په هڅو د آسټرالیا په فدرال پارلمان کې د لومړي ځل لپاره نورو ولمانځل شو.

د نوروز په مناسبت په جوړ شوي پروګرام کې د پارلمان یو شمېر غړو، ډیپلوماټانو او د ټولنې غړو ګډون کړی وه.

نوروز هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې نوروز د آسټرالیا د پارلمان د ودانۍ دننه په یوې ځانګړې خونې کې لمانځل کېږي.
WhatsApp Image 2024-03-21 at 10.45.50 PM.jpeg
Credit: Facebook / Nadir Saikal
د افغان سولې بنسټ مشره طاهر نصرت وايي، د لومړي ځل لپاره د فدرال پارلمان په ودانۍ کې د نوروز لمانځل په آسټرالیا کې د کلتوري تنوع د پیژندلو او منلو او په ټولنه کې د هماهنګۍ او یو ځای کیدو د ودې لپاره یو مثبت ګام دی.

هغې اس بي اس پښتو ته ویلي چې د لاندې ټکو له امله یې احساس کړی چې باید نوروز په پارلمان کې ولمانځل شي:

۱. کلتوري تنوع: د آسټرالیا په ټولنه کې د کلتوري تنوع او ټول شمولیت اهمیت په ګوته کوي.

۲. د پلونو جوړول: د مختلفو ټولنو تر منځ د پلونو د جوړولو او د مختلفو کلتورونو او دودونو لپاره د تفاهم او درناوي د ودې فرصت برابروي.

۳. د یووالي سمبول: دا د دې متنوع ډلو ترمنځ د یووالي او پیوستون سمبول دی.

۴. سیاسي اهمیت: په فدرال پارلمان کې د نوروز جشن لمانځلو ته په آسټرالیا کې افغاني ټولنې ته د ښه نیت په توګه هم لیدل کیدی شي او دا ښيي چې زموږ کلتوري میراث ته د دولت په لوړه کچه ارزښت ورکول کېږي او درناوی کېږي.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 21/03/2024 په 10:49pm
اپډیټ شوی 21/03/2024 په 11:08pm
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS