ایران پر اسراییلو د ډورن الوتکو او توغندیو برید ترسره کړی

په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ له هوايي برید وروسته ایران ویلي‌ وه چې د برید غچ اخلي.

epaselect MIDEAST ISRAEL GREECE DEFENCE DRILL

Israel says its military is ready to deal with drone and missile strikes by Iran. Credit: Abir Sultan

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ وايي، پر اسرائیلو یې لسګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي، چې ښايي د سیمه ییزو لرغونو دښمنانو ترمنځ د یوې لویې جګړې لامل شي.

په دمشق کې د ایران پر سفارت له هوايي برید وروسته چې یو لوړ پوړی ایرانی جنرال او شپږ نور ایراني پوځي افسران په کې ووژل شول، ایران ویلي‌ وه چې د برید غچ اخلي.

اسراییلو د ایران په قونسلګرۍ د برید مسئولیت نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

د اسراییلو متقاعد جنرال اموس یادلین، د دې هیواد چینل ۱۲ نیوز ته ویلي چې د ایران بې پیلوټه الوتکې هره یوه په ۲۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو سمباله وه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د آسټرالیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له ایران څخه غوښتي وه ترڅو د جګړې له زیاتېدو ډډه وکړي.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د خبرو پرمهال له دغه هېواد څخه غوښتي وه چې "په سیمه کې له خپل نفوذ څخه د ثبات د ټینګولو لپاره کار واخلي، نه د کړکېچ د رامنځته کولو لپاره".

راپورونه ښيي چې د ایران یو شمېر ډرون الوتکې او توغندي اسراییلو ته له رسېدلو مخکې د ګاونډیو هېوادونو پر فضا ویشتل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن ویلي دي چې امریکايي ځواکونو د سلګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو مخه نیولې چې د اسراییلو پر لور ویشتل شوي وه.

د نړۍ د یو زیات شمېر نورو مشرانو ترڅنک د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي هم پر اسراییلو د ایران بریدونه غندلي دي.

البنیزي په یوه بیان کې ویلي چې "دا تاوتریخوالی د اسراییلو او ټولې سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی."


شریکول
خپور شوی 14/04/2024 په 9:19am
اپډیټ شوی 14/04/2024 په 2:16pm
سرچینه: SBS