د طالبانو له قيده خوشې شوي اسټراليايي پروفيسر اسلام قبول کړ

اسټراليايي پروفيسر تيموتي ويکس د طالبانو قيد کې يې له دريو کلونو ډيره موده له ډيرې سختې سره تيره کړه، ددې پر ځای چې نوموړی د خپل تښتوونکو پر وړاندې قهر او منفي احساسات وښايي هغوی يې بښلي. نوموړي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو کې وويل، " د طالبانو بند کې ماته ډير خپل راتلونکي او هم د افغانستان سولې لپاره اميدونه را په برخه شول.

Timothy Weeks was kidnapped by the Taliban in 2016 after leaving the American University in Kabul.

Timothy Weeks was kidnapped by the Taliban in 2016 after leaving the American University in Kabul. Source: Gavin Blyth SBS

اسټراليايي پروفيسر تيموتي ويکس د ۲۰۱۶ کال په جولای مياشت کې افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې په امريکايي پوهنتون کې د انګليسي ژبې سبق ورکول پيل کړل.

تيموتي ويکس افغانستان کې له ماموريت څخه وړاندې په ځينو نورو هېوادونو لکه منځني ختيځ، مرکزي امريکا او جنوبي امريکا کې شاوخوا ۲۰ کاله د انګليسي ژبې سبق ورکړی.

تيموتي ويکس له ډيرو هيلو سره په کابل کې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړې و، ولې يوازې له درې وارې سبق ورکولو وروسته، د ۲۰۱۶ کال د آګست مياشتې په ۹ نېټه د طالبانو لخوا وتښتول شو.

ويکس له بل امريکايي پروفيسر سره له سبق ورکولو وروسته کور ته روان وه چې امريکايي پوهنتون سره نږدې د هغوی موټر د طالبانو لخوا ودرول شو او له ټوپک سره دواړه پروفيسران بل موټر ته انتقال او نا معلوم ځای ته وتښتول شول.

" زمونږ موټر ناڅاپه دريدلو سره زما سر د ډريور څوکۍ شا خوا له اوسپنې سره ولګيده او تندی مې وينې شو، ما چې کله بهر وکتل نو يو کس مې  وليده چې په نظامي کاليو کې وه او پر وسلو سمبال وه."

ښاغلي ويکس وويل، "زه بې خوده او شاک شوم او همداسې څو ساعتونو لپاره شاک کې وم."
طالبان ډيري وخت بهرنيان تښتوي او د پيسو او يا بنديانو تبادلي کې بيا دوی خوشې کوي ولې ويکس په لومړيو کې نه پوهيده چې د طالبانو لخوا وتښتول شو.

د طالبانو موټر کې له لږ سفر وروسته، يو اورپکي چې د ويکس پر غاړه يې د ټوپک ميل ايښې وه د ويکس له مخ څخه يې وينه پاکه کړه ترڅو وګوري چې څومره ژوبل دی.

د ښاغلي ويکس په وينا، د طالب همدې عمل نوموړي ته هيله پيدا کړه او ګومان يې وکړ چې دوی  ژوندي  بل چاته سپارل کيږي.

د امريکايي پوهنتون استادانو تښتول، پر افغان حکومت او هم بهرنيو قوتونو فشارونه ډېر کړل، هماغه وه چې ۶ وارې امريکايي ځانګړو ځواکونو هڅه وکړه ترڅو دوی خوشې کړي ولې پدې کار کې بريالي نه شول.

په ۲۰۱۷ کال کې طالبانو د تيموتي ويکس او کيوين کينګ ويډيو خپره کړه او يادې ويډيو کې دواړو د خوشې کيدو غوښتنه کوله.

د طالبانو بند کې وخت

ويکس د طالبانو بند کې خپل حالت بد يادوي او وايي، د طالبانو ځينو غړو لخوا ډير وهل شوی او ځورول شوی.

" هلته وخت لکه زندان وه، مونږ زنداني ساتل کيدو، مونږ ته دومره خواړه راکول کېدل چې پرې ژوندي پاتې شو."

ويکس د طالبانو پر وړاندې  رنګارنګ سوچ لري، " طالبانو کې ښه او بد ول، ما غوښتل چې له هغوی سره ښې اړيکې جوړې کړم او تل مې ورته سلام ويل. ځينو طالب مشرانو زه ډير وهلم او ځينې نور بيا ښه ول او له مونږ سره يې خبرې کولې. نو دا ويلی شم چې په هغو کې ښه او بد ول."

د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې د طالبانو او امريکا ترمنځ له هوکړې وروسته، افغان حکومت د امريکايي استادانو خوشې کولو بدل کې لوړ پوړي طالب مشران خوشې کړل.

د خوشې شويو طالب بنديانو په ډله کې د حقاني شبکې درې مهم غړي شامل و، ياد کسان په افغانستان کې د عامو خلکو، افغان او بهرنيو ځواکونو پر وژنه تورن ول.

اسټراليايی پروفيسر تيموتي ويکس وايي،" له هغه ډله کسانو سره چې زه تبادله شوم، ما هغوی نه و انتخاب کړي بلکې د جوړجاړي له مخې ټاکل شوي و، او بل په افغانستان کې د عامو خلکو او امنيتي ځواکونو وژنه دواړه خپګان خبر ده."

د ټيموتي ويکس او کيوين کينګ خوشې کيدو لپاره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن خوښي څرګنده کړه.

Timothy Weeks in captivity in 2017 (left) and in Doha this week.
Timothy Weeks in captivity in 2017 (left) and in Doha this week. Source: AAP, Twitter
تيموتي ويکس د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسليک مراسمو ليدو لپاره د طالبانو لخوا قطر هېواد ته دعوت شوی و چې هلته يې له ځينو طالب مشرانو سره هم وليدل.

ښاغلی ویکس وايي، سره لدې چې دومره وخت يې د طالبانو په بند کې تېر کړی، نه غواړي ترڅو د تېرو وختو په اړه سوچ وکړي بلکې د افغان سولې او راتلونکي لپاره ژمن دی.
طالبانو سره د بند په دوران کې تیموتي ویکس په سرطان ناروغۍ اخته شوی و، مګر هغه مهال يې تشخيص نه و شوی او اوسمهال نوموړی د سرطان ناروغۍ درملنه ترلاسه  کوي.

د طالبانو قيد کې ښاغلي ويکس د اسلام دين قبول او اسلام ته يې مخه کړه، ولې د نوموړي په وينا طالبانو د نوموړي اسلام قبلولو له پريکړې ملاتړ ندی ښودلی نه يې ورسره مرسته کړې.

د ويکس په وينا، اسلام يې خپله او له ډير سوچ وروسته قبول کړی او لدې پريکړې سره يې ژوند بدل شوی.

 


شریکول
خپور شوی 21/07/2020 په 7:47pm
اپډیټ شوی 24/07/2020 په 12:29pm