افغان ښځو سره ناوړه چلند وروسته اسټراليايي پوليس له واکه لرې او داسې دندې باندې وګومارل شو چې له عامو خلکو سره مخ نشي

اسټراليا کې افغان ټولنې او د مسلمانو ښځو شورا د هغه لوړ پوړي پوليس افسر رتبې ټيټول او له واکه لرې کولو هر کلی وکړ کوم چې تير کال يې له افغان ميرمنو سره ناوړه چلند کړی وه.

Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney.

Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney. Source: Supplied

 اسټراليا د نړۍ يو له سترو څو کلتوريزو هيوادو څخه دی او د نفوس پام وړ برخه يې له اسټراليا څخه بهر زيږيدلې.

اسټراليايي ټولنه د بدليدو حال کې ده او دا مهال ۱ په ۴ اسټراليايانو کې يې پيدايښت له اسټراليا څخه بهر شوی او همدا ده چې حکومت هڅه کوي ترڅو اسټراليا کې د نورو هيوادو څخه راغلو مهاجرو او کډوالو ميشتيدنې لپاره لا ډير کار وکړي.

سره لدې چې د اسټراليا حکومت او د نفوس يوه ډيره برخه يې دا مني چې مهاجر اسټراليا لپاره ګټور دي او هر کال تر ۱۰ ميلياردو ډالرو اسټراليايي اقتصاد ته ګټه رسوي ولې بله خوا بيا همدا مهاجر او کډوال له تبعيضي چلند څخه شکايت کوي.

اسټراليا کې ۱ په ۵ کسانو کې د تبعيضي چلند ښکار شوي او دا پيښه څه موده وړاندې له دوو افغان ميرمنو سره هم وشوه.

تير کال د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې يو پوليس د دوو افغان ميرمنو موټر يې د سرک تر غاړې ودراوه او د هغوی پلټنې دوران کې يې له هغوی سره بد چلند وکړ. 

د پوليس لخوا له افغان ميرمنو سره چلند ويډيو رسنيو ته خپره شوه او په پراخه کچه يادې مسلې ته پوښښ ورکړل شو.

افغانه انجلی چې موټر کې يې ورسره مور سپره وه د پوليس لخوا له تندو او سختو خبرو او ګواښونو سره مخ کيدو وروسته يادې انجلی دې عمل پر خلاف شکايت وکړ.

د پوليسو لخوا د ياد ناوړه عمل پلټنې وروسته ښکيل پوليس ملامت وګرځول شو او د هغه رتبه يې ټيټه کړه.

اسټراليا کې د مسلمانانو ښځو ټولنې د ياد پوليسو ملامت کيدل او له رتبې ټيټولو په اړه ويلي، ،د پوليس لخوا له واکه ناوړه ګټه پورته کول او بيرته له رتبې ټيټ کيدل ټولنې لپاره يو قوي پيغام ليږي.

د مسلمانو ښځو ټولنې دا هم ويلي، د پوليسو لخوا له ټولنې غړو سره داسې ناوړه چلند ددې باعث کيږي چې خلک پر چارواکو باور بيرته رامينځته کول ډير وخت ونيسي.

د پوليسو لوړ پوړی چارواکی انډريو مورپهي چې د پوليس عملياتو برخه کې يې کار کاوه او هم دبايکي بانډونو پر وړاندې يې عمليات ترسره کول له افغان ښځو سره ناوړه چلند وروسته له يادې دندې او مسوليت څخه لرې او يواځي اداري کارونو تر سره کولو لپاره وګومارل شو.
اسټراليا کې د قانون پلي کوونې کميسيون چې د افغان ښځو سره ناوړه چلند پيښه يې څيړله وويل، د هغو دوه پوليس افسرانو پر خلاف دې انضباطي او جزايي عمل وشي کومو چې افغان ښځو سره ناوړه چلند کې ښکيل ول.
د نيو ساوت ويلز ايالت لوړ پوړي پوليس افسر لخوا له دوو افغان ميرمنو سره ناوړه چلند وروسته انلاين له لارې خلکو لاسليکونه وکړل او ياد افسر له دندې ګوښه کيدو غوښتنه وشوه

   د مسلمانو ښځور ټولنه وايي، دا مهمه ده چې د نوموړي پوليس افسر ياد عمل وغندل شو او هم ټولنې او پوليس افسرانو ته يو ښکاره پيغام ورکړل شو هغه دا چې داسې يو عمل د منلو ندی.

اسټراليا کې قانون پلي کوونې کميسيون يادې پيښې په اړه ويلي، سيدني ښار کې پوليس يو موټر تعقيب کړ پر کوم چې شک کيده چې موټر کې ناست کس کمربند ندی اغوستئ .

کله چې پوليس ياد موټر دروي نو ډريور ته يې وايي، "ما ستا په شان احمق ډريور په ټول عمر کې ندی ليدلی". 

کله چې پوليس له دواړو افغان ميرمنو څخه د هويت کارډونو غوښتنه کوي، هغه مهال زړه ښځه ګواښي او ورته وايي، چې زنداني کوي يې.
د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو ويلي، داخلي پلټنې وروسته يې لوړ پوړی پوليس افسر رتبه ټيټه کړی او له جنايي جرمونو مبارزې له څانګې څخه لرې کړی او يوازې پرې ادارې کارونه کوي او هيڅ به داسې دندې باندې نه ګومارل کيږي د کوم له مخه چې له خلکو سره مخ شي.

د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو وياند وايي، د پوليسو لخوا دا پريکړه د پيښې له قربانيانو سره شريکه شوې د هغوی د پوليسو له پريکړې خوښي څرګنده کړې.

اسټراليا کې په کال ۲۰۱۹ کې د اسلام ضد دريځ او يا سوچ په اړه يوه څيړنه ترسره شوه او موندنې کې ويل شوي چې اسټراليا کې مسلمانې ښځې او انجونې د لا ډير توپيري بريد له خظر سره مخ دي.

يادې څيړنې موندونو کې دا هم ويل شوي چې مسلمانانو ښځو پر وړاندې توپيري بريدونو کې ډيروالی راغلی.
اسټراليا کې د مسلمانو ښځو ټولنه وايي، مونږ غواړو چې ټول هغه وګړي چې يو هيواد کې ژوند کوي د امن احساس وکړي ځکه همدا کسان د هماغه هيواد ابادولو کې برخه اخلي او د هغې تابعيت لري. ټولو اوسيدونکو سره بايد يو شان چلند وشي.

 د نيو ساوت ويلز ايالت پوليس وايي، د افغان ښځو سره ناوړه چلند پيښه کې دويم پوليس افسر په رخصتی تللی او راتګ سره به د نوموړي خلاف هم قانوني چلند وشي.

 


شریکول
خپور شوی 13/02/2020 په 2:32pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:24pm
لخوا Biwa Kwan, Abdullah Alikhil