پدې مقاله کې جنسي تيري او بريد اشارې شوې.
د اسټراليا پارلمان کارکوونکو څخه يو په دريو کې جنسي ځورونې سره مخ شوي.
دا موندنې له هغه وروسته خپرې شوي چې د اسټراليا حکومت مياشتې مخکې د اسټراليا فدرال پارلمان کې جنسي ځورونو پلټنې لپاره يو خپلواک کميسيون وټاکه.
د جنسي تبعيض کميسيون لخوا دا پلټنه د Kate Jenkins په مشرۍ پر مخ واچول شوه او نن يې موندنې خپرې شوې.
د اسټراليا حکومت له هغه وروسته له ستر فشار سره مخ شو کله چې د پارلمان يوه کار کوونکې Brittany Higgins جنسي بريد ښکار شوه.
له يادې پيښې وروسته د اسټراليا لومړي وزير د پارلمان کاري چاپيريال څيړلو لپاره خپلواک کميسيون وټاکه او د سختو ګامونو پورته کولو ژمنې ترڅنګ لومړي وزير سکاټ موريسن ځيني نوې ژمنې هم وکړې.
د پلټنې کميسيون مشرې اغلې جينکينز وويل، پارلمان کاري چاپيريال کې معيارونه له پامه غورځول شوي.
" اغلې نن خبريالانو ته وويل، پارلمان بايد نورو ته لارې وښايي او هغوی ته د کاري چاپيريال يو مثال وړاندې کړي."
رپوټ کې دا هم راغلي، پارلمان کې د کار کوونکو جندر انډول په پام کې ندی نيول شوی، ځيني کاري چاپيريال څخه د باندې پاتې شوي او م مسوليت منلو ستونزې ډيرې دي.
د ياد رپوټ خپريدو وروسته د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ژمنه وکړه چې ټول وړانديزونو عملي کوي.
پلټنه کې له ۱۷۲۳ پارلمان اوسني او پخوانيو کار کوونکو سره خبرې شوي او له ۵۰۰ کسانو سره مرکې هم شوي، پلټنې موندلي د فدرال کار کوونکو له نيمايي څخه ډير يې له يو ډول ځورونې سره مخ شوي.
پوښتل شوو کسانو څخه ۴۰ سلنه ښځې او ۲۶ سلنه سړي له جنسي ځورونې سره مخ شوي او بيا له ځورول شوو کسانو څخه يوازې ۱۱ سلنه يې يادو پيښو په اړه رپوت ورکړی.
۴۰ سلنه له ځورول شوو کسانو څخه ځکه يادو پيښو په اړه رپوت ندی ورکړی چې دوی پدې فکر کاوه شکايت کولو وروست هم هيڅ نه ترلاسه کيږي.
۶۳ سلنه د پارلمان ښځينه او ۲۴ سلنه نارينه غړي له جنسي ځورونې سره مخ شي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د پلټنې ياد کميسيون وړانديزونو عملي کولو لپار ځيني کسان په کار ګومارلي چې پکې وزيران هم شامل دي
ښاغلي موريسن وويل د شکايتون ۲۴ ساعته خدمتونو ځای پرانيزي او ترڅو يې د پارلمان غړو او کار کوونکو ته د زده کړې ټرينينګ تنظيم کوي.