Explainer

که چېرې ستاسو د کور مالک غواړي ستاسو کرایه لوړه کړي نو څه باید وکړئ

په ټوله آسټرالیا کې د کورونو کرایې لوړې تللي دي او اټکل کیږي چې نورې هم لوړې شي.

Renting has become a long-term option for many people

په ټوله آسټرالیا کې د کورونو کرایې لوړې تللي دي او اټکل کیږي چې نورې هم لوړې شي. Source: Getty

په داسې حال کې چې د ژوند لګښت په آسټرالیا کې زیات شوی، د دغه هېواد په ډېریو برخو کې د کرایې زیاتوالی په کورنیو مالي فشار نور هم زیاتوي.

د ډومېن (Domain) شرکت لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې د آسټرالیا په ۶ ایالتونو او دوو سیمو کې د کورونو کرایې لوړې تللي دي.

په اوسط ډول سره د آسټرالیا په مرکزي ښارونو کې تر سپتمبر میاشتې پورې، په یوه کال کې د کورونو کرایې ۱۲.۸ سلنه او د اپارتمانونه کرایې ۱۶.۷ سلنه پورته تللې دي.
LISTEN TO
Life in Australia: Housing image

کرایي کور، ستاسو حقونه او مسئولیتونه

15:53
د نیو ساوت وېلز ایالت د کرایه ورکوونکو اتحادیې اجراییوي مشر، لیو پیټرسن اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې‌ "موږ دا مهال په داسې مارکېټ کې یو چې په غیر معمولي ډول سره کرایه په ګړندۍ ډول لوړېږي."

د آسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۹.۸ میلیونه کورونه په آسټرالیا کې ثبت شوي وه چې ۳۱ سلنه یې کرایي کورونه وه.
A bar chart showing how much houses cost to rent in each state
په ټوله آسټرالیا کې د کورونو کرایې ولې لوړېږي؟

په داسې حال کې چې د کرونا د وبا پرمهال په آسټرالیا کې د کورونو کرایې راټیټې شوې، مګر له کرونا وروسته د کورونو لپاره د تقاضا زیوالی او په مارکېټ کې د کورونو د عرضې کموالی، د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د کورونو کرایې لوړې شي.

د پروپټرېک ادارې اقتصاد پوه، انګس مور وايي، د کرایي کورونو او انتخاب کمووالی د دي لامل ګرځېدلي ترڅو کرایه پورته ولاړه شي.

هغه وايي: "د خالي ځایونو شمېر خورا ټیټ دی، په realestate.com.au کې د کرایې کورونو شمیر د کرونا له وبا مخکې حالت څخه کم دی."
A bar chart showing the cost of units in each Australian capital city
Source: SBS
د کورونو کرایه به تر کومه وخته لوړېږي او دا خبره د کرایه ورکوونکو لپاره څه معنی لري؟

د نیو ساوت وېلز ایالت د کرایه ورکوونکو اتحادیې اجراییوي مشر، لیو پیټرسن راس وایي دا څرګنده نده چې تر کومه وخته به د کورونو کرایې لوړېږي، مګر کورنۍ لا دمخه د فشار احساس کوي.

"داپه رښتیا ډېر د اندېښنې وخت ده. یو زیات شمېر خلک موږ ته زنګ وهي چې د کورونو پیدا کولو، لوړې کرایې او د خپل کور د بودیجې په اړه اندېښنه لري."
کرایه ورکوونکي څرنګه کولای شي، دې حالت سره مبارزه وکړي؟


په داسې حالت کې چې د کورونو کرایې د لوړېدو په حال کې دي. کرایه ورکوونکي ډېر څه نشي کولای، مګر کولای شي پداسې ځای کې کور پیدا کړي چېرته چې په مارکېټ کې کرایي کورونه زیات وي.


د کینسټار له ادارې څخه سټیو میکن بیکر وايي: " تاسو کولی شئ، د یوې داسې ساحې په لټه کې شئ چې د خالي کورونو شمېر په کې زیات وي، ترڅو تاسو فشار لاندې ونه اوسئ"

ښاغلی پیټرسن راس وایي، د ډېرېدونکې کرایې له اغیزې سره د مبارزې لپاره "خلک ډېره څه نشي کولای."
Rental property
What you need to know about the mandatory safety check for rental homes in Victoria from March 29 Source: Getty / Getty Images
که چېرې ستاسو د کور مالک، ستاسو کرایه زیاته کړي نو تاسو څه حقونه لرئ؟

ښاغلی پیټرسن راس وايي که چېرې ستاسو د کور مالک، ستاسو کرایه زیاته کړي نو تاسو کولای شئ د کرایه ورکوونکو له اتحادیې او یا هم د خپلې ټولنې له حقوقي مرکز سره اړیکه ونیسئ او له خپلو شرایطو سره مناسبه مشوره ترلاسه کړئ.

هغه وايي، د کرایي کورونو لپاره د تقاضا له لوړوالي سره، مارکېټ او حقوقي ادارو د کورونو مالکینو او د ملکیت مدیرانو ته د خبرو اترو او معاملې لپاره زمینه برابره کړې ده.

د کور مالک او کرایه ورکوونکي ترمنځ خبرې اترې د لومړي ګام په توګه وړاندیز کیږي ځکه چې د کور مالک اختیار لري ترڅو د کرایې د زیاتوالي مقدار بیرته واخلي یا کم کړي.

ښاغلی پیټرسن وايي، که چېرې یو کرایه ورکوونکې د کرایې د لوړوالي په اړه خوښ نه وي، نو کولای شي په محلي محکمې، کمیشنرۍ یا ټرایبیونل کې خپله دوسیه ثبت کړي.

په محکې کې پرېکړه د قاضي لخوا نیول کېږي، د دې خبرې ضمانت نشته چې محکمې ته له تګ سره به د کرایې لوړوالي‌ پرېکړه لغوه شي.
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 9/01/2023 په 10:00am
اپډیټ شوی 9/01/2023 په 5:38pm
لخوا Isabelle Lane
سرچینه: SBS