'هېواد ته ښه راغلاست' څه معنی لري؟

د 'هیواد ته ښه راغلاست' په نوم مراسم یوازې د دودیزو ساتونکو لخوا ترسره کېږي. دوي د آسټرالیا د اصلي اوسېدونکو اولادونه دي. پدې ورځو کې، مونږ په غونډو او عامه پروګرامونو کې د داسې مراسمو شاهد یو چې د آسټرالیا د اصلي اوسېدونکو لخوا ترسره کېږي.

Welcome Commonwealth Games

Source: Ian Hitchcock/Getty Images

مهم ټکي: 

  • د 'هېواد ته ښه راغلاست' په نوم تشریفاتي مراسم یوازې د دودیزو ساتونکو لخوا ترسره کېږي.
  • د 'هېواد ته ښه راغلاست' اصطلاح، د 'هېواد پېژندنې' له اعتراف سره توپیر لري.
  • هر څوک نشي کولای هېواد ته د ښه راغلاست مراسم ترسره کړي.

پدې ورځو کې، مونږ په غونډو او عامه پروګرامونو کې د داسې مراسمو شاهد یو چې د آسټرالیا د اصلي اوسېدونکو لخوا ترسره کېږي. د بومي آسټرالیایانو دغه ډول تشریفاتي مراسم د 'هېواد ته ښه راغلاست' په نوم یادېږي. 

ښه راغلاست څه مانا (معنی) لري؟

جود بارلو، په کانبرا کې د بومي آسټرالیایانو د نګونوال قوم له مشرانو څخه ده او خلکو ته د ښه راغلاست د مراسمو په اړه معلومات ورکوي.

هغه وايي، هېواد ته د ښه راغلاست ویلو معنی دا ده چې، دوي له خپلو روحاني پلرونو سره خبرې کوي او وايي چې دا سړی پریږدئ، موږ باور لرو چې دوی به دې هیواد ته هیڅ زیان ونه رسوي نو دوی ته زیان مه رسوئ.

هغه وايي: " هیواد ته د ښه راغلاست ویلو معنی دا ده چې تاسو د خپلو روحاني پلرونو سره خبرې کوئ او تاسو وایاست چې دا سړی پریږدئ. موږ باور لرو چې دوی به دې هیواد ته هیڅ زیان ونه رسوي نو دوی ته زیان مه رسوئ".
Welcome Big Bash
Welcome to Country performed at Big Bash League, Perth Source: Paul Kane/Getty Images
هېواد څه ته وايي؟

د بومي آسټرالیایانو لخوا د هېواد اصطلاح کارول د بېلابېلو نظرونه څرګندونه کوي. دا د ځمکې، د اوبو د لارو او آسمانونو تشریح کولو لپاره کارول کیږي، همدا راز دا د ژوند، کورنۍ او ارتباط مفکوره هم څرګندوي.

هغه وايي‌، کله چې په هېواد کې نه وي، نو داسې فکر کوي چې په ژوند کې یې څه ورک دي. 

"دا هغه انرژي ده چې زه یې احساسوم کله چې زه په هیواد کې یم. کله چې زه دلته نه یم، داسې یم لکه زما په ژوند کې چې څه ورک وي."

"دا زما له پلرونو سره اړیکه هم ده، ځکه چې اصلي خلک زباني تاریخ لري او هیواد دا کیسې لري. نو، کله چې زه په هېواد کې یم زه دا اړیکه احساسوم."
آیا هر څوک کولای شي‌ د 'هېواد ته ښه راغلاست' تشریفاتي مراسم ترسره کړي؟

هر څوک نشي کولای هېواد ته د ښه راغلاست مراسم ترسره کړي.

پاول پیټون، د سویل ختیځې آسټرالیا د ګنای قوم له بومیانو څخه دی او  اوسمهال په ویکتوریا ایالت کې د دودیزو مالکینو فدراسیون مشر دی.

هغه وايي، دودیز مالکین له یوه ځانګړي ځای یا هېواد سره تړلي دي او دا  مهمه ده چې مونږ دې اړیکې او هغه اړیکې ته درناوی وکړو چې دودیز مالکین یې د ځمکې له دې ټوټې یا کلتوري منظرې سره لري.

"دودیز مالکین په یو ځانګړي ځای یا هیواد پورې تړلي دي او دا واقعاً مهمه ده چې مونږ دې اړیکې او هغې اړیکې ته درناوی وکړو چې دودیز مالکین یې د ځمکې له دې ټوټې یا کلتوري منظرې سره لري."
Welcome Super Netball
Welcome to Country performed before Super Netball, Melbourne 2022 Source: AAP Image/James Ross

د آسټرالیا په ځینو برخو کې، دودیز محافظین ښه پیژندل شوي. په نورو برخو کې، د ساتونکو پیژندل یو څه څیړنې ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه که دوی په رسمي توګه نه وي پیژندل شوي. د دویزو مالکینو د پېژندلو لپاره بېلابېلې لارې شتون لري.

آیا 'هېواد ته ښه راغلاست' تشریفاتي مراسم، د هېواد پېژندنې له عتراف سره توپیر لري؟

د 'هېواد ته ښه راغلاست' تشریفاتي مراسمو ترڅنک، 'د هېواد پیژندنه' د ښه راغلاست لپاره بله مهمه وینا ده چې د غونډو او پروګرامونو په پیل کې وړاندې کیږي. 

رودا رابرتس وايي، د مراسمو او پروګرامونو په پیل کې د هېواد پېژندنې اعتراف د ټولو لخوا ترسره کېدای شي، که هغه تور یا سپین وي او له هر ځای څخه راغلی اوسي.
Acknowledgement fashion show
Acknowledgement of Country given by Aunty Yvonne Weldon during the First Nations Fashion + Design show, Sydney 2022 Source: Stefan Gosatti/Getty Images
په پروګرامونو کې باید د هغې سیمې د سرپرستانو نوم واخیستل شي تاسو هلته یاستئ. که چیرې دوی په رسمي توګه پیژندل شوي وي، نو باید ورڅخه یادونه وشي او پخوانیو، اوسنیو او د ظهور په حال کې مشرانو ته یې درناوی وشي.

" که چېرې دودیز ساتونکي پېژندل شوي اوسي نو د نوم یادونه یې وکړئ او پخوانیو، اوسنیو او د ظهور په حال کې مشرانو ته یې درناوی وکړئ."

کري-لي هارډینګ، په اس بي اس شبکې کې د بومي آسټرالیایانو د چارو مشره ده.

هغه وايي، په خپل ژوند کې د هېواد پېژندلو اعتراف په بېلابېلو لارو ترسره کوي. په خپل راډیویی پروګرام، ناستو او نورو پروګرامونو کې یې هم ترسره کوي.

هغه وايي ترټولو د درناوي کار دادی ترڅو تاسو د اعتراف کولو هڅه وکړئ، ځکه دا یو مثبت کار دی چې موږ ټول یې باید د ځمکې ځایي ساتونکو ته د درناوي لپاره ترسره کړو.
د نیډاک (NAIDOC) اوونۍ د بومي آسټراليايانو لپاره تر ټولو مهمه اوونۍ ګڼل کيږي. په دغې اوونۍ کې د بومي خلکو مشران سره راټولېږي او د يو لړ مهمو مسايلو په اړه پريکړې کوي. همدا راز د يادې اوونۍ پرمهال د بومي آسټراليايانو تاريخ او کلتور لمانځل کيږي.

که چيرې د بومي اسټراليايانو ۶۰ زره کلن تاريخ ته وګورو نو هغوی په خپل شتمن تاريخ او کلتور کې ډير څه لري چې غواړي نور آسټراليايان يې په اره پوه کړي له  همدې امله هر کال د نیډاک اوونۍ کې بومي آسټرالیایان خپل کلور، تاريخ او د بومي ټولنو يووالی لمانځي.


شریکول
خپور شوی 6/07/2022 په 5:59pm
اپډیټ شوی 6/07/2022 په 6:20pm
لخوا Melissa Compagnoni