د اوښبه افغانانو ۱۶۰ مه کلیزه: اوښبه افغانان څوک و او په آسټرالیا کې یې کوم مهم کارونه ترسره کړي؟

Afghan Cameleers

Source: ABC Australia

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اوښبه افغانانو پاتې نسل اوس هم د اسټراليا په سویلي او مرکزي سیمو کې ژوند کوي


آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ په اړه یو زیات شمېر تاریخ پوهانو لیکي چې، لومړی ځل د ۱۸۶۰ م  کال په جون میاشت کې ۳ تنه اوښبه افغانان له ۲۴ اوښانو سره آسټرالیا ته راوستل شوي و او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته د راتګ لاره پرانستل شوې. په ځینو خپرو شویو اسنادو کې لېدل کېږي چې، لومړی ځل د دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو افغانان د اسټرالیا هېواد ته راغلي و.

د لومړنیو اوښبه افغانانو له راتګ وروسته آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه فغانان اسټرالیا ته راغلي و.

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت د اوښبه افغانانو د ۱۶۰ مې کلیزې په مناسبت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي چې، ډیری اوښبه افغانان د افغانستان له کندهار، هلمند، نیمروز، کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه آسټرالیا ته د کار لپاره راغلي و.


اوښبه افغانانو د آسټرالیا هېواد د پرمختګ په برخه کې مهمه رول لوبولی چې نن ورځ هم له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. لومړنیو افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شیانو او معادنو په لېږد، د اورګاډو د پټلی او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې مهمه کارونه ترسره کړي.

په اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو د تاریخ ، فعالیتونو او خدمتونو په لا ډېر معلومات د مجیب منیب په مالوماتي (معلوماتي ) راپور کې اوریدلی شئ.


شریکول