پاکستان کې نرښځو ته ولې واکسين نه ورکول کيږي؟

Transgenders in Peshawar

Source: Dawn News

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

نړۍ اوس هم د کرونا ويروس لمن کې ده او هند کرونا ويروس ډول د نړۍ ۱۰۰ هيوادونو کې خپور شوی او د زړو او ځوانانو روغتيا ته يې ستر خطر مخ کړی.


نړۍ کې د کرونا ويوروس پيښې لا اوس هم ديرې ثبت کيږي او ډير شمير هيوادونه د کرونا ويروس نوو ډولونو سره مخ ده.

ويروس خپريدو ترڅنګ د نړۍ هيوادونه کوښښ کوي چې خپل نفوس ډيره برخه واکسين کړي.

پاکستان کې د واکسين کولو لړۍ روانه ده ولې بيا ځيني کړۍ لدې ملي پلان څخه بې برخه دي.

بله خوا پاکستان کې هغه کسان چې پيژندپاڼې نه لري هغوی ته واکسين نه ورکول کيږي چې پدو کې ډير نر ښځي شاملي دي.

نرښځي وايي، دوی نڅا او نورو محفلونو کې برخه اخلي او له ټولنې غړو سره له نږدې په اړيکه کې دي ولې دې ټولو سره دوی ته واکسين دې لپاره نه ورکول کيږي چې دوی پيژندپاڼې نه لري.

پاکستان کې نرښځي وايي، دوی ته بايد واکسين وشي او پر وړاندې يي توپيري چلند ودرول شي.

تاسو ته مو نرښځو غږونه راخيستي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 

 


شریکول