اوټېزم څه ډول ناروغي ده او په دغه ناروغۍ اخته ماشومانو له نورو سره څه توپیر لري؟

Autism

Розлади спектру частіше трапляються у хлопчиків ніж дівчат. Source: Getty Images/mmpile

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آمار ښيي‌ چې د هرو ۸۰ آسټرالیایانو له ډلې څخه یو تن په اوټېزم ناروغۍ اخته دی چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


اوټېزم یو ډول عصبي اختلال دی چې په بېلابېلو لارو یو فرد زیانموي. هغه کسان چې په اوټېزم ناروغۍ اخته دي،  مغز یې تر نورو انسانانو بل ډول وده کوي، پدې مانا چې د مغز ځینې برخې یې تر نورو په چټکۍ دوده کوي او ځینې برخې یې په تېزوالي سره وده نشي کولای.

د اوټېزم ناروغۍ پرمهال اخته ماشومان نشي کولای په صحیح ډول خبرې وکړي او د پوښتنو ژر ځواب ورکړي. همدا راز د یوه کار د ترسره کولو لپاره باید اخته کس ته باید څو ځله وویل شي ترڅو هغه کار ترسره شي.
Autism
Source: Getty Images/mrs
څېړنې ښيي که چېرې په اوټېزم اخته ماشوم په لومړیو وختونو کې وپېژندل شي او د ماشوم درملنه پیل شي نو پدې مانا ده چې لوبه بدلېدلی شي. 

جنیټیکي څېړنې ښيي، که چېرې د یوه ماشوم مور یا پلار اوټېزم ولري نو د دې امکان شته چې ماشوم هم په اوټېزم اخته شي. همدا راز د اوټېزم اختلال د انجونو په پرتله په هلکانو کې زیات پېژندل شوی.

د اوټېزم ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اوریدلی شئ. 
          

 

 

 


شریکول