د اسټرالیا تر ټولو مشهور او اوږد واټن وهونکی ريل ګاډی د اوښبه افغانانو په مرسته جوړ شوی

The Ghan

The mighty Ghan, circa 2006. Source: Getty

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

نړۍ تر ټولو اوږد مسافر وړونکی ريل ګاډی د اوښبه افغانانو په مرسته جوړ او اسټراليا کې د افغان په نوم نومول شوی.


په نولسمه پېړۍ کې اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په لومړیو کلونو کې اوښبه افغانانو له ښارونو او بندرونو څخه د اسټرالیا لرې پرتو سیمو ته خوراکي توکي وړل او د لرې پرتو سیمو له کانونو څخه به یې استخراج شوي مواد ښارونو او بندرونو ته لېږدول. د دې ترڅنګ به  اوښبه افغانانو د اسټرالیا  د لرې پرتو سیمو د کشف په موخه هم له څېړونکو سره سفرونه ترسره کول ترڅو د اسټرالیا لرې پرتې سیمې کشف او طبعي زیرمې یې وموندل شي.

د ۱۹ پېړۍ په وروستیو لسیزو کې، د هغه وخت حکومت پریکړه کړې و ترڅو د اسټرالیا په لرې پرتو سیمو کې د ریل پټلۍ جوړه شي او د دغه هېواد د شمال او لویدیځ ترمنځ سیمې سره ونښلوي.

د اورګاډي پټلۍ د جوړیدو کارونه په ۱۸۷۸م کال کې پیل شوی او ۱۹۲۹ کال کې بشپړ شوی. د اسټرالیا د تراڼسپورټي سیسټیم د جوړلو په برخه کې د افغانانو د مهمې ونډې له امله  یاد ریل ته د غان نوم ورکړل شوی . ویل کېږي چې د غان یا ګان ریل اصلي‌ نوم افغان ایکسپریس و خو د وخت په تېرېدلو سره یې نوم په غان بدل شوی.

مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.


شریکول