د آسټرالیا کرکټ بورډ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت له امله افغان ملي لوبډلې سره ۲۰ اوریزې لوبې ځنډولي دي.
ټاکل شوې وه ترڅو د روان کال په آګسټ میاشت کې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره شي.د ۲۰۲۱ کال له آګسټ میاشتې راهیسې دا دریم ځل چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبې نه کوي.
د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا له افغانستان سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لغوه کړه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.له هغې وروسته، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې آسټرالیا له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. خو اوس یې له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو لوبو سیریز ځنډولی دی.
د همدغې موضوع په اړه یو شمېر افغانانو له اس بي اس سره خپل نظرونه شریک کړي چې په رپوټ کې یې اورېدلی شئ.