په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو لارو کې ټرافیکي پېښې په بېساره کچه زیاتې شوې چې خلک يې اندېښمن کړي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
خلک په دې باور دي چې د چلوونکو لخوا ناغیړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او چپ لاس موټر، د سرګونو خرابوالي، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه دي.
خو ددې ترڅنګ د کارنده او منظم ټرافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ټرافیک پولیسو کمښت د موټرو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.
د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسیدونکو له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل، چې په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو له امله په دې وروستیو کې مرګ ژوبله زیاته شوې چې دوی يې اندېښمن کړي.
په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالې او له امله يې د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې درې اوونۍ وړاندې د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې په پاېله کې ۲۱ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د معلوماتو له مخې هر کال په ټوله نړۍ یو اعشاریه ۳ ملیون کسان پر سرګونو ټرافیکي پېښو له امله مړه کیږي او تر ۵ میلیونه نور ټپیانیږي.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.