د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار د اوبو د ستونزې حل په پار يې یو لړ اوږدمهال پروژې ترلاسه لاندې نیولي چې له دغې ډلې یوه هم له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د پاکو اوبو د لېږد پروژه ده.
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو پر اساس، د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د پاکو اوبو د لېږد پروژې هر اړخیزه سروې او ډیزین ترسره شوی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ددغې پروژې عملي چارې پیل شي.
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغه پروژه کې دو پایپونه شامل دي چې هر پیپ به د یو متر مکعب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې ددغې پروژې له بشپړېدو سره به دوه میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پېدا کړي او تر یو حده به د کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزه ورسره حل شي.
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند پرته له دې چې ددې پروژې د لګښت په اړه معلومات ورکړي وویل، هڅې راونې دي چې د پانګې اچونې له لارې او یا هم نړیوالو مرستندویه سازمانونو په مرسته دغه پروژه تمویل شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.