د کډوالو لپاره د انګلیسي ژبې په پروګرام کې نوي بدلونونه راغلي

Accessing free English Tuition in Australia

Source: Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې د انګلیسي ژبې وړیا کورسونو ته څرنګه کولای شئ لاسرسی پیدا کړئ؟


د انګلیسي ژبې له زده کړې پرته په آسټرالیا کې ژوند کول له ستونزو او ننګونو څخه ډک دی، له همدې امله د آسټرالیا حکومت ټولو هغو کډوالو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې وړیا زمینه برابروي چې نوي آسټرالیا ته راځي ترڅو خپل نوی ژوند په ښه ډول سره په دغه هېواد کې پیل کړي.

د بالغه کډوالو د انګلیسی ژبې د زده کړې پروګرام (AMEP) د ټولو هغو کډالو او پناه غوښتونکو لپاره دی چې د دغه هېواد دایمي ویزې لري یا هم داسې لنډمهاله ویزې لري چې په شرایطو برابر وي.

د AMEP پروګرام له لارې د انګیسي ژبې زده کول د کډوالو لپاره وړیا دي مګر د دغه پروګرام مالي لګښت د اسټرالیا د فدرال حکومت پرغاړه دی.

په یاد پروګرام کې وروستي بدلونونه لا ډېرو کډوالو ته زمینه برابروي ترڅو د انګلیسي ژبې وړیا ټولګیو ته د اوږدې مودې لپاره لاسرسی ولري.

د ۲۰۲۱ کال د آپریل د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه لا ډېر کډوال کولای شي د دغه پروګرام له لارې انګلیسي ژبه زده کړي.

د کوینزلنډ ایالت ټېف په دغه ایالت کې د AMEP  پروګرام چارې پرمخ بیایي ترڅو کډوال په وړیا توګه انګلیسي ژبه زده کړي.

د دغه مرکز اجراییوي رییس، سکاټ برې وايي چې د اپریل د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه د ۵۱۰ ساعته وړیا زده کړو محدودیت له منځه تللی، هغه کسان چې غواړي انګلیسي زده کړي‌ د اوږدې مودې لپاره کولای شي زده کړو ته دوام ورکړي تر هغه وخته چې د انګلیسي ژبې سویه یې لوړه شي او په آسټرالیا کې ځای پرځای شي.  

د انګلیسي ژبې د ۵۱۰ ساعتونو د محدودیت لرې کولو ترڅنګ بل مهمه بدلون د دغه پروګرام د پیل او پای ته رسولو مودې په اړه دی.

لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول