په آسټرالیا کې له زده کړو وروسته، څرنګه کولای شئ د کار ویزه ترلاسه کړئ؟

A man takes a photograph of a woman front of the Sydney Opera House in Sydney.

A man takes a photograph of a woman front of the Sydney Opera House in Sydney. Source: AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د آسټرالیا حکومت د بهرنیو زدکړیالانو لپاره د وېزې معیارونه او د غوښتنليک شرایط آسانه کړي، ترڅو بهرني زده کړیالان دغه هېواد ته لومړیتوب ورکړي او د زده کړو لپاره یې انتخاب کړي.


تر دې وروسته بهرني زده کړیالان کولای شي، له زده کړو وروسته د کار پر ویزو د اوږدې مودې لپاره په آسټرالیا کې پاتې شي او په دغه هېواد کې کار وکړي. همدا راز بهرني زده کړیالان کولای شي، په آسټرالیا کې د تل لپاره د پاتې کېدو لارې هم پیدا کړي.

له زده کرو وروسته د کار وېزې ته Subclass 485 یا Temporary Graduate Visa وايي. د آسټرالیا د لوړو زده کړو له مرکزونو څخه تر فارغېدلو وروسته، بهرني زده کړیالان کولای شي دغې ویزې لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري او د ویزې له ترلاسه کولو وروسته په آسټرالیا پاتې شي او کاري تجربه ترلاسه کړي.

په سیډني کې د کډوالو چارو وکیله، الېس وانګ وايي، له زده کړو وروسته د کار ویزه د هغو زده کړیالانو لپاره ده چې د زده کړو ویزه یې د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر ۵ یا تر هغې وروسته ترلاسه کړې اووسي.

هغه زیاتوي، کله چې بهرني زده کړیالان په آسټرالیا کې د لیسانس په کچه یا تر هغې پورته زده کړې ترلاسه کړي کولای شي ۴۸۵ ویزې ته له فراغت وروسته په ۶ میاشتو کې غوښتنلیک وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت د وېزې معیارونه او د غوښتنليک شرایط آسانه کړي ترڅو له هغو بهرنیو زده کړیالانو سره مرسته وکړي چې د کووېډ-۱۹ د سفر محدودیتونو پرې ناوړه اغېز کړی.

دا او نور معلومات تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول