د بومي اسټراليايانو پروتوکولونو باندې پوهيدل ټولو لپاره مهمه ده

Aboriginal woman Jordan O'Davis performs with the Buja Buja dance troupe during the Wugulora Indigenous Morning Ceremony as part of Australia Day celebration

Aboriginal woman Jordan O'Davis performs with the Buja Buja dance troupe during the Wugulora Indigenous Morning Ceremony. Source: AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اسټراليا بومي خلک د نړۍ تر ټولو لرغونۍ يعنې ۶۰،۰۰۰ کلن تاريخ لري او له ياد تاريخ سره د هغوی ځيني کلتوري مسايل او پروتوکولونه نغښتې دي.


اسټراليا کې د بومي خلکو په کلتور او پروتوکولونو پوهيدل ټولو لپاره مهمه ده، ځکه چې بومي اسټراليايانو ددې هيواد مهمه برخه ده او د هغوی پر ارزښتونو ځان پوه کول ستاسو شخصي او هم رسمي ژوند باندې مثبتې اغيزې شيندي.

اسټراليا کې په رسمي غونډو پرانيستې کې د Welcome to Country يا هيواد ته ښه راغلاست او همدارنګه Acknowledgement of Country يا د هيواد منل دا هغه پروتوکولونه دي چې نږدې هر رسمي مراسمو او غونډو کې کارول کيږي.

تاسو ته مو د بومي اسټراليا په اړه دا او نور ډير مهم معلومات په رپوټ کې ځای کړي چې دا ټول د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره اوريدلی شئ.


شریکول