اوښبه افغانان څه وخت او ولې بېرته افغانستان ته ستانه شول؟

Afghan Cameleers

Western Australia,1896 Source: Outback Family History

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اس بي اس پښتو خپرونه په اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ راژوندي کولو لپاره ژمنه ده او اوښبه افغانانو تاريخ او ژوند ته ځانګړې کتنه کوي.


اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ پرمهال د اسټرالیا هېواد شتون نه درلود، بلکې د اسټرالیا اوسني شپږ ایالتونه د بریټانیا د خپلواکو مستعمرو په توګه پېژندل کېدل او هرې مستعمرې خپل مشر درلوده.

د ۱۹۰۱ م کال د جنورۍ په لومړی نېټه د نیوساوت وېلز، ویکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ ، سویلي او لویدیځې اسټرالیا مستعمرې سره یو ځای شوي او‌ د اسټرالیا د کامن وېلت هېواد یې جوړ کړ.

د اسټرالیا هېواد د جوړېدو پرمهال، د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه اوښبه افغانان په کارونو بوخت وو خو شاید پدې نه پوهېدل چې د اسټرالیا د مستعمرو له یو ځای کېدو وروسته دوي نشي کولای په دغه هېواد کې د تل لپاره پاتې شي‌ یا هم خپلې کورنۍ له افغانستان څخه د اسټرالیا هېواد ته راولي.

په اسټرالیا کې د کارونو له کموالي او د کډوالو د قانون له بدلون وروسته یو زیات شمېر اوښبه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یو شمېر په اسټرالیا کې پاتې شوي. پدې اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې اوریدلی شئ.


شریکول