د بومي آسټرالیایانو په ټولپوښتنه کې له خلکو څخه پوښتنه کېږي چې آیا په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ کوي ترڅو د آسټرالیا لومړني خلک، د ابوریجنل او ټوریسټریت آیلنډز خلکو د غږ په رامنځ ته کولو سره وپېژندل شي؟
ټول په شرایو برابر آسټرالیایان باید دغې پوښتنې ته هو او یا نه ځواب ورکړي.
اوسمهال په تولنه کې د هو او نه دواړو ډلو کمپاینونه روان دي. په آسټرالیا کې مېشت یو شمېر په شرایطو برابر افغانان هم اوسمهال په کمپاینونو بوخت دي.
دا چې د پښټنو د ټولنې یو شمېر غړي د ټولپوښتنې په اړه څه وايي په رپوټ کې یې واورئ.
موږ په دوامداره توګه د ټولپوښتنې په اړه په مختلفو ژبو معلومات خپروو، د وروستیو معلومات لپاره له څخه لیدنه وکړئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.