آیا د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې رایه اچونه جبري ده؟

ټاکل شوې ترڅو د بومي آسټرالیایانو د غږ ټولپوښتنه سبا د اکټوبر د میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

An artwork depicting ballot boxes and a person holding Aboriginal and Torres Strait Islander flags.

The date for the Voice to Parliament referendum has been announced. Here's how you can be a respectful ally. Source: SBS

د آکسټ د میاشتې په ۳۰مه نېټه د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د بومي آسټرالیایانو د غږ ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه. ښاغلي البنیزي په اډېلېډ ښار کې اعلان وکړ چې د غږ ټولپوښتنه به د اکټوبر د میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د ټولپوښتنې د نېټې له اعلان وروسته، یو زیات شمېر آسټرالیان غواړي پوه شي چې په ټولپوښتنه کې رایه اچونه جبري ده او که نه؟

د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون کمېشنر، ټام راجز وايي د قانون پر اساس ټول هغه آسټرالیایانو چې له ۱۸ کلونو لوی عمرونه لري باید په ټولپوښتنه کې رایه ورکړي.
که چېرې تاسو رایه ور نه کړئ، نو تاسو به د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) څخه یو لیک ترلاسه کړی او له تاسو به غوښتنه وشي ترڅو تاسو تشریح کړئ چې ولې مو رایه نده ورکړې، که نه تاسو ممکن جریمه شئ.

د رایې ورکولو په ورځ، د رایې ورکولو ځایونه معمولاً په محلي ښوونځیو، کلیساګانو او د ټولنې په تالارونو، یا عامه ودانیو کې موقعیت لري او د رایې ورکولو د دې ځایونو آدرس کولای شئ، د ټاکنو کمیسیون له وېب پاڼې څخه پیدا کړئ.
ښاغلی راجرز وايي: " لارښوونې ساده دي - که چېرې آسټرالیایان ډاډه ندي چې د نوم لیکنې حالت یې څرنګه دی، دوي باید د ټاکنو کمیسیون له وېب پاڼې څخه لیدنه وړي او ډاډ ترلاسه کړي چې معلومات یې اپډېټ دي."

"هر ډول فدرالي ټولپوښتنه د هېواد لپاره د پام وړ شیبه ده، او هغو رایه ورکوونکي چې نوم لیکنه نده کړې، تاسو به ونشئ کولای رایه ورکړئ."

"مهمه ده ترڅو د ټولپوښتنې په اهمیت پوه شئ - له تېرې ټولپوښتنې ۲۴ کاله تېرېږي، نو داسې ډېر کسان به اوسي چې نابلده دي او باید ځان آشنا کړي."

شریکول
خپور شوی 13/10/2023 په 3:09pm
اپډیټ شوی 13/10/2023 په 3:13pm
سرچینه: SBS