د نیډاک اوونۍ: 'په پارلمان کې غږ' څه معنی لري؟

د آسټرالیا په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې (ریفرنډم) ترسره کول تر بل هر وخت ډیر ممکن ښکاري.

Participants at a NAIDOC Week rally in Melbourne in 2018

The Uluru Statement from the Heart proposes three key reforms: Voice, Treaty and Truth. Source: AAP Image/Daniel Pockett

'په پارلمان کې غږ' څه ته وايي؟

د ۲۰۱۷ ميلادي کال په مې میاشت کې د بومي آسټرالیایانو استازي، اولورو سره نږدې د دغه هېواد د لومړنیو اوسېدونکو د اساسي قانون په کنوانیسون کې سره راټول شوي وه او یې له زړه څخه د آسټرالیا خلکو ته وړاندې کړه.


 مهم ټکي:

  • 'پارلمان ته غږ' د یوې داخلي مشورتي ادارې غوښتنه ده ترڅو فدرالي پارلمان ته د لومړنیو اوسېدونکي د یو شمېر مسائلو اړوند لارښوونه وکړي.
  • د الورو په اعلامیې کې درې اساسي غوښتنې شاملې دي: غږ، تړو او حقیقت
  • د اولورو اعلامیې لیکوالانو وړاندیز کړی ترڅو ټولپوښتنه د ۲۰۲۳ کال د مې او د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ میاشتې پورې ترسره شي.
د الورو په اعلامیې کې د آسټرالیا د اصلي اوسیدونکو درې اساسي غوښتنې شاملې دي: 'غږ'، 'مکارتا' ( په یولینګو کې د تړون په معنا ده) او 'حقیقت'.

'غږ' د هیواد د پارلمان په چوکاټ کې د اوسیدونکو د نمایشي جوړښت رامینځته کولو معنی لري، 'مکارتا' معنی د حکومت او اوسیدونکو ترمنځ د تړون د پای ته رسولو د پروسې پیل، او 'حقیقت' د حقیقونو د بیان په معنی ده. 

لومړۍ او تر ټولو مهمه غوښتنه په پارلمان کې د غږ درلودل دي، چې اساسي قانون تعدیل ته اړتیا لري.

د اساسي قانون تعدیل یوازې د ټولپوښتنې له لارې ممکن دی.
دا د آسټرالیایانو لپاره څه معنی لري؟

یو ټولپوښتنه به له آسټرالیایانو څخه وغواړي چې نوي شرایط تصویب کړي ترڅو فدرالي پارلمان وکولای شي یوه مشورتي اداره رامنځ ته کړي او دغه اداره به 'په پارلمان کې غږ' په نوم یادېږي.

د آسټرالیا اساسي قانون، چې د ۱۹۰۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی، پر دغه خاوره د ابوریجنل او ټریس ټریټ آیلندرز خلکو مالکیت په رسمیت نه پېژني.

'په پارلمان کې غږ' د هغو لرغونو کسانو پېژندل چې ۶۰ زره کاله یې پر دې خاورې ژوند کړی.

د اولورو ډیالوګ مشر او د نیو ساوت ویلز په پوهنتون کې د بشري حقونو نړیوال وکیل، پروفیسور میګن جین ډیوس وايي چې د ملت او آسټرالیا براعظم مخ به له بدلون سره "بشپړ" شي.

اساسي قانون، د اصلي خلکو پیژندنه او هېواد کولی شي د لومړي ځل لپاره په خپل معاصر تاریخ کې په ټولیز او متحد ډول "پرمخ ولاړ" شي.
مونږ چیرته یاستو؟

د آسټرالیا په پارلماني ټاکنو کې له بریا وروسته، د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي په خپله وینا کې وویل چې "د استرالیا د کارګر ګوند په استازیتوب، زه د زړه له کومې د الورو اعلامیې ته ژمن یم".

پروفیسور میګن جین ډیوس وايي، "داود راحت او لاسته راوړنې احساس دی، مګر لاهم اوږده لاره په مخ کې لرو".

هغه وايي: "موږ خوښ یو، آسټرالیا په ندرت سره خپل اساسي قانون بدلوي. او زموږ د خلکو لپاره، موږ هیڅکله د هر ډول اساسي قانون فرصت نه درلود. نو، دا یو خورا مهم کار دی."

"دا د ۱۹۶۷ کال له ټولپوښتنې (ریفرنډم) سره توپیر لري، ځکه چې دا اصلاحات به زموږ خلک پیاوړي کړي. "
راتلونکي ګامونه

مخکې لدې چې په اساسي قانون کې د داخلي غږونو د شاملېدو په اړه تصمیم ونیول شي، مهم ګامونه شته چې باید واخیستل شي.

د اساسي قانون تر ساتنې لاندې، غږ به د سیاسي مهال ویش څخه لرې باثباته او پایښت ولري.

دا پدې مانا ده چې د قومونو ځواکمنتیا او د ملت په دیموکراتیک ژوند کې د دوی فعاله ونډه به نور په واک کې د سیاسي ګوندونو پورې اړه ونلري.

 


شریکول
خپور شوی 8/07/2022 په 8:49pm
اپډیټ شوی 8/07/2022 په 8:55pm
لخوا Mert Balkanli