اسټراليا کې پوليس سره مخامخ کيدو وخت کې ستاسو حقونه او د پوليس صلاحيتونه کوم دي؟

NSW Police

Source: NSW Police Force

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اسټراليا کې له پوليس سره مخامخ کيدو مخکې بايد پر ځينو مهمو مسايلو پوه اوسئ.


د نړۍ هر هيواد خپل قانون لري او ډيره کې امنيتي ادارې هم د هماغه قانون له مخه له خلکو سره راکړه ورکړه کوي.

اسټراليا کې د پوليس واک او صلاحيتونه ښکاري دي او د هغې ترڅنګ عامو خلکو ته هم حق ورکړل شوی ترڅو د پوليس سره مخامخ کيدو وروسته خپل له حقونو څخه دفاع وکړي.

څه موده وړاندې يو پوليس چې د دوه افغان ميرمنو موټر درولو وروسته له هغو سره ناوړه چلند کړ، يادو ميرمنو د پوليس لدې عمل څخه شکايت وکړ او له پلټنې وروسته پوليسو له افغان ميرمنو څخه بښنه وغوښته او د محکوم پوليس رتبه يې ټيټه او ادارې کار برخې ته بدل شو.
اسټراليا کې ميشت حقوق پوه او وکيل ډاکټر نظير داور پر ټولو هغو مهمو برخو قانون له مخه رڼا اچوي کوم چې د پوليس او يو عام کس ترمينځ پيښ کيدای شي.
Dr Nazir Dawaar
Source: Supplied
تاسې پوليس پر وړاندې خپل حقونو او هم پوليس صلاحيتونو په اړه بشپړه مرکه دلته واورئ.

 

 


شریکول