په ملبورن ښار کې د نوروز او اختر میله جوړېږي

د باختر ټولنیز سازمان سبا د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د نوروز او اختر میله جوړوي.

Team Photo.jpg

د باختر ټولنیز سازمان د ټیم غړي Credit: Supplied

د باختر ټولنیز سازمان چې له تېرو شاوخوا ۷ کلونو راهیسې په ملبورن ښار کې فعالیت لري، په پام کې لري ترڅو په دغه ښار کې د لومړي ځل لپاره د نورو جشن ولمانځي.

ټاکل شوې چې د اختر او نوروز میله، سبا د اپریل په ۱۳مه نېټه، د ملبورن په هلم سیمه کې جوړه شي.

د باختر ټولنیز سازمان بنسټ اېښودونکی، بصیر قدیري وايي چې نوروز "زموږ د نیکونو یو له پخوانیو جشنونو څخه دی".
هغه وايي: "نن ورځ نوروز، پر افغانستان سربېره چې د دغه لرغوني دود اصل دی، په نورو هېوادونو لکه ایران، تاجیکستان، اذربایجان، عراق، سوریې او ترکیې کې هم لمانځل کیږي."

"په آسټرالیا کې زموږ هیوادوال هم هر کال نوروز په بېلابېلو ښارونو کې د شاندارو غونډو په جوړولو سره لمانځي او په خواخوږۍ او پیوستون سره د دغه لرغوني جشن او دود ساتنه کوي."

"باختر ټولنيز بنسټ هم دا ورځ د ښځو له نړيوالې ورځې سره يو ځاى هر کال نمانځي."
ښاغلی قدیري وايي، سږکال به د " ټولنې په پراخه شتون سره" نورو ولمانځل شي او دغه سازمان هوډ لري ترڅو تر دې وروسته هرکال دغه ورځ ولمانځي.

"د دې ورځې د لمانځلو موخه د افغانستان له اصیل کلتور سره د آسټرالیا د څو کلتوريزې ټولنې اشنا کول او په آسټرالیا کې د خپلو افغانانو د خواخوږۍ او منلو دود رامنځته کول دي."

"نوروز موږ ټولو پورې اړه لري او زموږ د ګټو، شخصي عقایدو او مذهبي او سیاسي عقایدو په پام کې له نیولو پرته، دا یواځینی ارزښتناک مشترک اړخ دی چې د ټولو افغانانو تر منځ د مینې، یووالي او دوستۍ د پیوند په رامنځته کولو کې مهم او اغېزمن رول لوبوي."

په ۲۰۱۷ کال کې د اسټرالیا له نورو ټولنو سره د افغان ټولنې د ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او په آسټرالیا کې د افغان کلتور او هنر د ودې او پراختیا په هدف د باختر بنسټ تاسیس کړ.

شریکول
خپور شوی 12/04/2024 په 5:41pm
اپډیټ شوی 12/04/2024 په 7:09pm
سرچینه: SBS