د رواني ستونزو پرمهال څرنګه مرسته ترلاسه کولاى شٸ؟

Mental health issues

Source: Pexels/Pixabay

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې، خلک کولی شي د رواني روغتیا بیلابیلو خدمتونو ته لاسرسی ومومي، مګر دا مهم ده ترڅو د رواني ناروغۍ نښې نښانې وپېژندل شي.


هر کال له هرو پنځو آسټرالیایانو څخه یو تن رواني ستونزې تجربه کوي، په همدې اساس ویلی شو چې د آسټرالیا ۴۵ سلنه اوسېدونکي په خپل ژوند کې یو ځل له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

د سیډني ښار په مکووري پوهنتون کې پروفیسره،  ماریا کانګاس وايي په آسټرالیا او نړۍ کې د رواني ستونزو دوه عمومي ډولونه شتون لري چې د Anxiety او depression په نومونو یادېږي چې په پښتو کې د ژور خپګان او اضطراب په نومونو پېژندل کېږي.
آغلې کن ګس وايي د ژور خپګان پرمهال خلک د هغو فعالیتونو په اړه د خوښۍ احساس نکوي چې مخکې به یې ترې خوند اخیسته.

هغه واىي د کرونا وېروس د محدودىتونو پرمهال هر څه سخته شوى، د خلکو د خوب په وختونو کې بدلونون راغلي، د ځان  ځورونه ، د نورو د نظرونو په وړاندې ډیر حساس کیدل او په آسانۍ خفه کېدل زىات شوي.  نو دلته د نښو زىات ډولونه شتون لري او دا پدې معنی نده چې تاسو باید دا ټولې نښې ولرئ

ډاکتر کنګاس واىي د اضطراب پرمهال د اخته اشخاصو ویره دا وي چې خلک دوی ته په کومه سترګه ګوري.

د ټولنیز اضطراب پرمهال، د نورو لخوا د منفي ارزونې یا انتقاد کیدو ویره ، د هغه څه څخه ویره چې خلک به د دوی په اړه څه  فکر وکړي شامله وي.

 له عمومي اضطراب سره، خلک د راتلونکي ناورینونو په اړه، د کورنۍ د روانو چارو، او کارونو په اړه وىره لري.
د انسانانو په ژوند کې داسې ډېر وختونه راځي چې خلک رواني خدمتونو او ملاتړ ته اړتیا پیدا کوي. د اسټرالیا په هېواد کې  د رواني ملاتړ خدمتونو په بېلابیلو ژبو شتون لري او دیری دغه خدمتونه د ایالتي حکومتونو لخوا اداره کېږي.

په ډېریو حالتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کونکې ادارې خپل ترجمانان نلري، له همدې امله دوی د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال د استرالیا د فدرال حکومت د ترجمې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي چې د ټیس نېشنل (TIS National) په نوم یادېږي

که چېرې تاسو غواړۍ د رواني روغتیا په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ، د لایف لاین له ادارې سره په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره او د بیانډ بلو له ادارې سره په ۶۳۶ ۲۲۴ ۱۳۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.

لا ډېر معلومات په غږىز رپوټ کې اورىدلى شؽ.


شریکول