'ژوند په آسټرالیا کې': د بانکي حساب، مالیاتو نمبر او مصرف کوونکو د حقونو په اړه مهم معلومات

Personal Finances

Source: Getty Images/Traceydee Photography

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا ته له بهر څخه د نویو کسانو له راتګ وروسته د ځینو لومړنیو کارونو ترسره کول د نوي ژوند د پیل لپاره اړین دي .آسټرالیا ته له راتګ وروسته د بانکي حساب پرانیستل او د مالیاتو نمبر ترلاسه کول، له لومړنیو مهمو کارونو څخه شمېرل کيږي. د یوه مصرف کوونکي په توګه تاسو په آسټرالیا کې ځینې حقونه لري او پکار ده ترڅو له انلاین درغلیو څخه هم خوندي اوسئ. د یادو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات دلته لوستلی او اورېدلی شئ.


په آسټرالیا کې له پیرود څخه، د هستوګنې تر تنظیمولو او معاش ترلاسه کولو پورې د بانکي حساب له لارې ترسره کېږي او ورځ تر بلې د نغدو پيسو کارونه له مينځه ځي.

که چېرې په آسټراليا کې يو هوسا او ښه ژوند غواړئ نو د بانکي حساب پرانیستل یو مهمه کار دی. ځکه د بانكي حساب په درلودلو سره ستاسو مېشتېدنه په آسټرالیا کې آسانه کېږي.

په ملبون ښار کې مېشت افغان، بشیر کشتیار شاوخوا ۱۴ کاله بانكي تجربه لري  او ۷ کاله یې د آسټرالیا په لویو بانکونو کې د مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی کشتیار وايي، په آسټرالیا کې د بانکي حساب درلودل مهمه ده، ځکه له بېلابېلو ادرو څخه د معاشونو او حقونو ترلاسه کولو لپاره باید تاسو یو بانكي حساب ولرئ.

 "په آسټرالیا کې د بانکي حساب درلودل لازمي دي د حکومت او نورو ادارو لخوا ورکړل شوي معاشونو او حقوقو له امله یو بانکي حساب باید پرانیستل شي او تر ټولو مهم د ورځنیو معاملو لپاره بانکي حساب ته اړتیا ده."
Life in Australia: How to open a bank account in Australia
Source: Getty images
ښاغلی کشتیار وايي خلک کولای شي په آنلاین او یا هم په حضوري ډول د بانک یوې څانګې ته ورشي او بانکي حساب خلاص کړي.

"خلک کولای شي آنلاین یا د خپلې خوښې بانک څخه په لیدو سره بانکي حساب خلاص کړي خو باید په یاد ولرئ چې د بانکي حساب خلاصول د عمر او کال سره تړاو لري."

سره لدې چې خلک کولای شي په انلاین او یا هم په حضوري ډول سره بانک ته ولاړ شي او بانكي حساب پرانیزي. مګر مهمه ده ترڅو د بانكي حساب د پرانیستلو پرمهال اسناد له ځان سره ولري.

ښاغلی کشتیار وايي د بانکي حساب د پرانستلو لپاره د پاسپورټ یا د موټر چلولو د لایسنس ترڅنګ داسې یو بل سند ته هم اړتیا شته چې ستاسو د اوسېدلو آدرس وښيي.

“ کله چی بانکي حساب خلاصوئ، ٔدغو اسنادو ته اړتیا ده: پاسپورټ او یا د موټر چلولو جواز او همدارنګه د زیږیدلو سند او یا هم یو سند چې ستاسو د اوسېدو اوسنی ځای ښکاره کړي لکه د بریښنا بل, د ګاز بل, د اوبو بل او همدارنګه Tax File Number ته اړتیا ده.”
About a quarter of all super account holders in Australia end up with multiple super funds, paying unnecessary fees and premiums.
About a quarter of all super account holders in Australia end up with multiple super funds, paying unnecessary fees and premiums. Source: Getty Images
د بانكي حساب پرانیستلو څرنګوالی ستاسو عمر سره تړلې خبره ده. هغه کسان چې له ۱۴ کلونو کم عمرونه لري هم کولای شي د خپلو میندو او پلرونو په شتون کې بانکي حساب پرانیزي. 

"د ۱۴ کلو څخه کم عمر لرونکي کسان کولای شي د خپلو والدینو په شتون کې بانکي حساب پرانیزی. د ۱۴ کلو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د والدینو له لاسرسي پرته د خپل بانکي حساب ته لاسرسی نشی لرلی."

څرنګه کولای شئ، د مالياتو نمبر (Tax File Number) غوښتنه وکړئ؟

نوي کډوال په آسټرالیا کې د کار له پیل او مالیې له ورکړې مخکې باید د مالیاتو نمبر (Tax File Number) ولري.

د مالیاتو نمبر يو ځانګړی نمبر وي چې د ماليې اداره يې هر اسټراليايي کاريګر ته ورکوي ترڅو له مخه يې کار وکړي او هم خپله ماليه ورکړي. دغه نمبر ستاسو د پیدایښت د تاریخ په څېر یو مهمه نمبر ده او هېڅله باید له تاسو څخه ورک نشي.

له ۸۰ کلونو زیات وخت کې کېږي چې په آسټرالیا د مالیاتو نمبر کارول کېږي او دغه شمېره هر شخص ته د آسټرالیا د مالیې ادارې د کمیشنر لخوا ټاکل کېږي.

د بي - ډي - او په نامه د مالي او محاسبې ادارې مدیر ګنار کیبیش وايي د مالیاتو نمبر یوه مهمه وسیله ده ترڅو حکومت وکولای شي‌ د خلکو له عایداتو څخه په عادلانه ډول مالیه را غونډه کړي. 

هغه وايي: "هر هغه څوک چې په آسټرالیا کې ژوند کوي په اصل کې باید مالیه ورکړي."
Tax document with glasses
په آسټرالیا کې د کار لپاره باید تاسو د مالیاتو نمبر ولرئ. Source: Flickr, Ken Teegardin
د مالیاتو له انسټټیوټ څخه سټیفني سېرېدس وايي، هغه پیسې څخه حکومت له خلکو څخه په مالیې کې اخلي له هغو څخه ښه ګټه پورته کوي.

آغلې سټیفني وايي: " که چېرې تاسو دوي ته د مالیاتو نمبر ورنکړی نو دوي کېدای شي له تاسو څخه ډېره مالیه واخلي او په پای کې له تاسو سره لږ پیسې پاتې شي. "

 "پیسې د حکومت لخوا د یو زیات شمېر بېلابېلو خدمتونو په برابرولو کې کارول کېږي. د سړکونو او زیر بناوو جوړول هغه څه دي چې مونږ یې کورو."
هغه کسان چې له افغانستان او یا دنړۍ له نورو هېوادونو څخه نوي آسټرالیا ته راغلي کولای شي د مالیاتو نمبر د آنلاین، ټلیفون او یا پوستي خدمتونو له لارې ترلاسه کړي.

د ټکس فایل نمبر ترلاسه کول هېڅ مصرف نلري. کله چې تاسو د مالیاتو د نمبر لپاره خپل درخواست وسپارئ نو په ۲۸ ورځو کې به تاسو د ټکس فایل نمبر ترلاس کړی.

کله چې تاسو په آسټرالیا کې نوی کار پیلوئ نو کار ګمارونکي ته باید د ټکس فایل نمبر ورکړی. سټیفني‌ د ټکس فایل نمبر نه ورکول جرم ندی، مګر جریمه لري

که چېرې تاسو غواړئ د مالیاتو د نمبر (Tax File Number) په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ نو مهرباني وکړئ د څخه لیدنه وکړئ.
مصرف کوونکي (خریداران) په آسټرالیا کې کوم حقونه لري؟

په آسټرالیا کې مصرف کوونکي خپل حقونه لري چې په دغه هېواد کې د مصرف کوونکو د حقونو په نوم یادېږي.

د سویلي آسټرالیا په آدېلېډ ښار کې مېشت افغان وکیل، عزیز الله یوسفزی وايي په آسټرالیا کې مصرف کوونکي بېلابېل حقونه لري او هغوي کولای شي له خپلو حقونو څخه ګټه پورته کړي. نوموړی وايي: "په آسټرالیا کې مشتریان یا مصرف کونکي مختلف حقونه لري چې هغوی کولای شي له دې څخه ګټه واخلي تر ټولو مهمه ټکی دا دی چې کله یو کس په آسټرالیا کې یو مال اخلي نو په هغې کې د دوی لپاره ګرنټي وي او په هغې کې ورنټي هم وي."

ښاغلی یو سفزی وايي، هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي او دلته د شیانو یا خدمتونو ترلاسه کولو پرمهال تړونونه لاسلیکوي هغو ته پکار ده ترڅو د تړونونو له لاسلیک مخکې قرار دادونه صحیح ولولي ترڅو په راتلونکې کې ورته ستونزه پیدا نکړي. 

"او بل داده چې کله مونږ یو قرارداد امضا کوو، فرض مثال د ټیلفون لپاره, د برق لپاره د موټر اخیستلو لپاره یا داسی نور شیان چی مونږ پیسې پرې لګوو هر یو ځان ته بیل بیل قوانین لري نو لازمي ده هغه خلک چی نوي آسټرالیا ته راځي او په دې قوانینو او خپل حق او حقوقو څخه ندي خبر, هغوی دې کوښښ وکړي چې دا قراردادونه په ښه ډول سره ولولي تر څو په راتلونکې کې هغوي ته کومه ستونزه پیښه نشي."
A family in an electronic goods showroom.
په آسټرالیا کې مصرف کوونکي خپل حقونه لري. Source: Getty Images
هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي او له خپلو حقونو څخه نا خبره دي، هغوی تر نورو زیات کېدای شي زیانمن وي. په آدېلېډ ښار کې افغان وکیل عزیزالله یوسفزی وايي چې دا بېلابېل لاملونه لري.

"هغه خلک چې نوي آسټرالیا ته راځي له خپلو ملګرو او دوستانو نه دې د خپل حق او حقوقو په باره کې پوښتنه وکړي، مخکی له دې چې قرارداد امضا کوي."

که چېرې تاسو په آسټرالیا کې خریداري وکړئ او تاسو د هغه شي یا خدمتونو له کیفیت څخه خوښ نه یاست نو تاسو د شکایت حق لری. ښاغلی یوسفزی وايي په آسټرالیا کې مخلتفې ادارې شته چې مصرف کوونکي کولای شي هلته خپل شکایت ثبت کړي.

"هغه خلک چې یو سامان واخلي یا دا چې خپلې پیسې په یو شي باندی ولګوي او هغه یی خوښ نه وي نو هغوي کولای شي له مختلفو ادارو سره په تماس کې شي او خپل شکایت هلته وړاندې کړي.  د مثال په توګه Australian competition and consumers commission لرو چی هغې ته مونږ کولای شو خپل شکایت وړاندی کړو."

د مصرف کوونکو د حقونو او مالونو د ګرنټي په اړه لا ډېر معلومات
څرنګه کولای شئ، له آنلاین درغلیو څخه خوندي پاتې شئ؟ 

انټرنیټ زمونږ د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده، نن سبا مونږ کارونه، خریداري او حتی له خپلو ملګرو او دوستانو سره اړیکې د انټرنېټ له لارې پرمخ وړو.

که له یوې خوا د انټرنېټ کارونه د زیاتېدو په حال کې ده، بلخوا، د انټرنیټي سرغړونو او درغلیو پېښې هم په زیاتېدو دي.

په سویلي آسټرالیا کې د سایبري امنیت د برخې متخصص ندیم شاه وايي چې انلاین درغلۍ د غلا یوه پرمختللې طریقه ده چې دغلو لخوا کاروول کېږي. هغه وايي‌ چې د ټکنالوژۍ پرمختګ د درغلیو امکانات هم زیات کړي چې په بېلابېلو ډولونو سره ترسره کېږي.

"انټرنټي درغلي یو پرمخ  تللې طریقه ده چې د غلو له خوا استعمالیږي. د ټکنالوژۍ پرمختګ د درغلۍ امکانات ډېر زیات کړي دي. درغلي مختلف اقسام لري, ډېری درغلۍ د ټلیفون او انټرنټ له لارې کیږي."
Online fraud
Source: Getty images
نوي خپاره شوي آمار ښيي چې آسټرالیایان په هرو ۱۰ دقیقو کې د سایبري بریدونو راپورونه ورکوي او سایبري جرایم د آسټرالیا کاروبارونو ته هر کال نږدې ۳۰ میلیارده ډالره زیان رسوي. انټرني غله د لویو کاروباریانو ترڅنګ د آسټرالیا عام اوسېدونکي هم په نښه کوي.

ندیم شاه وايي چې انټرنیتي درغلۍ کوونکي په ټولنه نویو خلکو پسې ګرځي ترڅو معلومات ورڅخه ترلاسه کړي.

"انټرنټي درغلۍ کوونکي نویو خلکو پسی ګرځي چې معلومات ورنه ترلاسه کړي. که تاسو ته له نامعلومو شمېرو زنګ راځي او تاسو نه معلومات غواړي ورته یې ورنکړی ترڅو یی ونه پیژنئ."
ښاغلی ندیم شاه وايي چې د ټلیفون او ایمیل له لارو هم درغلۍ ډېرې شوي. هغه وايي چې انټرنټي غله له خلکو څخه د شخصي معلومات غوښټنه کوي.

"په آسټرالیا کې ټیلفوني او د ایمیل له لارې درغلۍ ډیرې شوي, د تیلفون له لاری زنګونه راځي او وایي چې مونږ پولیس یو, خپل معلومات راکړئ."

" کله زنګونه راځي وایي چې تاسو لاټري ګټلې ده او خپل بانکي معلومات راکړئ چې پیسې درته ولیږو."

که چېرې تاسو فکر کوئ چې ستاسو شخصي معلوماتو ته انټرنیتي غلو لاسرسی پیدا کړی نو تاسو کولای شي‌د مرستې لپاره ۹۹۲ ۳۶۳ ۱۳۰۰ شمېرې سره په اړیکه کې شئ.

د انلاین ګواښونو لیست د سټې سمارټ انلاین (Stay Smart Online) 


شریکول